کابل هوايي ډګر ته څېرمه د ډزو غږونه: د طالبانو حکومت وايي د اسلامي دولت نومې ډلې یو پټنځای یې په نښه کړی

د عکس سرچینه، الصمود
دوشنبه (د جون نهمه) د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د درنو چاودنو او ډزو رپوټونه ورکړل شو. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت بي بی سي ته وویل د "داعش" یا اسلامي دولت نومې ډلې یو پټنځای یې په نښه کړی دی.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع له پېښې لږ وروسته بي بي سي ته وویل ځواکونو یې " د کابل ښار قصبې سیمه کې د داعش یو پټنځای کشف کړی، عملیات روان دي. " ښاغلي قانع ونه ویل چې دغه پټنځای کره ډول چېرې و او د اسلامي دولت نومې ډلې کسانو ترې څه ډول کار اخیسته.
د طالبانو اړوند د الصمود په نوم مجله چې تېرو کلونو کې یې د طالبانو د جګړې مهال لپاره په عربي ژبه خپرونې کولې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " د پلازمېنې کابل پنځلمسې ناحیې د قصبې سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو عملیات کړي، څلور کسان یې وژل شوي او یو لوړ پوړ کس یې ژوندی نیول شوی. " الصمود لیکلي، د عملیاتو پر وخت د طالبانو حکومت ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
قصبه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه ګڼ مېشته سیمه ده چې د۲۰۲۱ اګسټ کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال په کې د امریکا د هوايي ځواکونو له لوري پر شکمنو وسله والو یوه برید کې لس ولسي افغانان ووژل شو. دا وروسته له هغه و چې اسلامي دولت نومې ډلې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په ابي ګېټ نومې وره کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتیري او لسګونه ولسي افغانان ووژل.

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبان له هغه مهال چې بیا واک ته رسېدلي د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې یې د افغانستان په ختیځ او نورو سیمو کې ځپونکي عملیات کړي دي.
د طالبانو حکومت وايي دغه وسله واله ډله کې تر ډېره د پاکستان او منځنۍ اسیا اورپکي یو ځای شوي. د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر کال په سپټمبر کې وویل د اسلامي دولت نومې ډله د ځینو استخباراتي کړیو له لوري بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته لېږدول شوې او هلته روزنیز مرکزونه لري " له ځپل کېدو وروسته اوس د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري."
ښاغلي مجاهد ویلي وو دغه ډله په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دیني عالمان او د سیاسي ډلو غړي په نښه کوي او د ځینو کړیو له لوري د خپلو ناوړه موخو لپاره کار ترې اخیستل کېږي.
مجاهد دا هم ویلي وو چې " داعش خراسان ډله له دغو مرکزونو په افغانستان او په نورو هېوادونو کې بریدونه کوي."
ذبیح الله مجاهد کابل کې تېر کال د څارنوالۍ د مامورینو پر یوه موټر برید پاکستان کې طرحه شوی باله "بریدګر د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی وو."
اسلامي دولت نومې ډله د طالبانو د حکومت پر وړاندې یوازینی وسله وال ګواښ ګڼل کېږي، که څه هم پر کومه سیمه ولکه نه لري خو تېرو څلور کلونو کې یې په کابل، ننګرهار، بامیان، کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي.